د کڼو لپاره تليفون جوړېږي!!!


ليکنه: نوراحمدعايل
د کڼولپاره د تليفون په برخه کې ډېر کم امکانات شته ،چې دوى گټه ترې واخلي،نو له همدې امله يوه زده کړيال(محصل) ،چې سيون کيم نومېږي دهغو کسانو لپاره چې په غوږونو نه اوري يوه نوې طرحه وړاندې کړه او دده ددې طرحې له مخې يوه کمپنۍ تليفون جوړوي،
.دا کوچنۍ دستگاه چې په حقيقت کې يو تليفون دى متن په غږ او غږ په متن بدلوي. کولاى شو ،چې متن، حساب او نښانې پکې ټايپ کړو، چې له يوې لږ شېبې وروسته په غږ بدلېږي او مقابل لوري ته وراستول کېږي.
له مقابل لوري څخه هم چې غږ دستګاه ته راورسېږي په اتومات ډول په متن اوړي چې کوڼ کولاى شي په ډېره اسانۍ سره يې ولولي.
دا پروژه لاتر اوسه تر کار لاندې ده، چې په نږدې راتلونکې کې به دا ډول مبايلونه بازار ته وړاندې کړي.