د کمپيوټر ماوس مو هم د وينې فشار کتلى شي!


دا ماوس چې د امريکا په کليفورنيا کې د CalHealth شرکت جوړ کړى ؛ سربېره پر دې چې د يوۀ کمپيوټري ماوس دندې اجرا کوي ستاسې د روغتيا د کچې په معلومولو کې هم ستر رول لري .
شرکت په دې ماوس د MDMouse (ډاکټر ماوس) نوم ايښى دى. 
دا ماوس د يوې کوچنۍ کړۍ (پټې) له لارې ، د پخوانيو دوينې فشار کتلو د الاتو په شان مټ ته وراغوستل کېږي .
ستاسې د وينې فشار او نبض اندازه کوي ، د کارولو ډول يې هم د يخوانيو فشار الاتو په ډول دى ،که مو چېرې د فشار د الې په توگه کار نه ترې اخيسته نو اوږه پټه يې د انځور په ډول په ماوس کې دننه ايستلى شئ،

نوموړي شرکت ددې ماوس د جوړولو لپاره يو پوستکالى (سافټ وير) هم جوړ کړى دى ،چې د وينې د فشار او نبض په اړه راغلي معلومات له ماوس څخه کمپيوټر ته لېږي چې له هغې لارې يې خپلو شخصي ډاکټرانو ته هم لېږلى شئ.
په دې سربېره دا سافټ وير ددې وړتيا لرې چې له ماوس څخه راغلي د نبض او وينې د فشار په اړه تغييرات وارزوي، او د ښه پوهېدو لپاره پې د کمپيوټر په پرده گراف درته رسم کړي، او د څو ورځو اوسط يې هم درته راوباسي .
له کمپيوټر سره ددې وسيلې د نښلولو لپاره نورو تارونو او کېبولونو ته هېڅ اړتيا نشته يوازې د هماغهUSB کېبل له لارې چې په ماوس پورې تړل شوى دى له کمپيوټر سره تړل کېږي.