د سږ کال دحج د مراسمو تر ټولو په زړه پورې عکس!!!

نوراحمدعايل
د سعودي عربستان د حج وزارت هر کال په حج کې د حاجيانو له خوا د اخيستل شويو، تر ټولو په زړه پورې انځورونه ته جايزې ورکوي.
هغۀ عکس چې سږ کال يې د سعودي عربستان د حج وزارت د انځورونو د اخيستو جايزه گټلې د يوۀ حاجي دى چې په انځور کې له خپل زوى سره د سات تېرى لپاره هغه هوا ته پورته اچوي.


ويل کېږي چې دا انځور د همدې حاجي د ډېرې خوشالي نښه ده.
ددې حاجي هويت تر اوسه ندى معلوم شوي خو د جامو څخه يې معلومېږي چې افغانى ،پاکستانى او يا هم کشميرى دى.

ددې عکس انځور اخيستونکى (محسن سالم ) دى او خپل دا عکس يې (د حاجي خوشالي) نومولى دى. عکاس درى ورځې مخکې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د سعودي عربستان د حج له وزير (فواد فارسي) څخه دانځور اړوند جايزه وگټله.
محسن سالم له دې مخکې په تېرو حجونو کې هم د انځور اخيستلو په برخه کې لومړى مقام گټلى و، نوموړى له تېرو پنځه ويشتو کلونو څخه هر کال حج ته ځي او انځورونه اخلي.