فيس بوک د درى مياشتني ماشوم قاتل!

نوراحمدعايل
د امريکا په فلوريډا ايالت کې يوې ښځې اعتراف وکړ چې کله په فيس بوک کې د پرليکه لوبې په حال کې وم، نو کوچنى درى مياشتنى زوى مې چې ډېرې ژړا يې لوبې ته نه پرېښودلم، له ډېرې غصې داسې وښورآوه چې ځاى په ځاى مړشو.
د فلوريډا ټايمزيونين دخبر له مخې: الکسانډرا ټوبياس ٢٢ کلنه جينکۍ وه او درى مياشتې کېدلې چې ماشوم يې زېږولى و، تېرې جون مياشت کې د امريکا فډرالي محکمې د خپل زوى د وژلو په تور د ټول عمر په بند محکوم کړۀ، چې په راتلونکي دسمبر کې به عمري زندان ته ولېږل شي.