چې يې نوم کړو اوچت په جهان د افغان
خدايه تل دې وي زموږ د کرکټ اتلان
چې راوړی يې موږ ته برۍ دی همېش
رابښلی يې پت ، سرلوړۍ دی همېش
د خوښۍ اوښکې ځي مو پر لور دګرېوان
هــر ډګــــر يې په نــــــره ګټلی دی نن
په نړۍ کې يې نوم ځليدلی دی نن
ياالله موږ بې دوی مه کړې چېرې يو ان
ځو به ځو به پرمخ افغانان يو ځېرک
هر ميدان چې ګټو په ايمان يو ځېرک
زموږ جذبې دي اوچتې تراسمان تراسمان
خدايه ورکړې قوت ته په روی د رسول
چېرې خړ مه شه خړ د پښتون ستر کهول
کړي فدا به دعا هر زمان هر مکان
ميوند فدا
وروستي