غزل

ګله! تاوده ساړه وختونه تا ته ياد دي كنه ؟
د فطرتونو اتڼونــــه تا ته ياد دي كنـــــــــــه ؟
چې د تاوكړو جذبو غېږ كې به لمبه لمبه شو
ها! غوړيدلي ګلكڅونه تا ته ياد دي كنه ؟
د عشق ملكو به چې راوړې جنت ګرې شيبې
مست محفلونه ربابونه تا ته ياد دي كنه ؟
د روح ګلدان كې به للو شو پيڅي پيڅې خمار
په توبو را به غله جامونه تا ته ياد دي كنه ؟
مچكو خرپ به له ښايست نه ترنم جوړه وو
د خوږو مينو تصويرونه تا ته ياد دي كنه ؟
د لمـــر شغلــــو به د كنډو پر ټټر و تپلـــو
د شنه نښتر كاږه لاسونه تا ته ياد دي كنه ؟
زېړ مازديګر به د چينې پرمخ شو شاولې واولې
شول په نڅـــــا به چنارونه تا تــــــه ياد دي كنــــه ؟
نظــــر به هم نظــــر كږليچ باندې تيندك خوړلـــــو
ډېر پكې مات شول تنكي زړونه تا ته ياد دي كنه ؟
سيدجيلاني جلان