د حامد کرزي بنسټ یو کلن شو

د حامد کرزي بنسټ د کالیزې په نمانځ غوڼده کې چې نن په کابل کې جوړه شوه د یاد بنسټ اجرایوي رئیس ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په تېر یو کال کې د حامد کرزي بنسټ د فعالیتونو او لاس ته راوړنو په هکله د دغه بنسټ کالنۍ رپوټ وړاندې کړ.   C:UsersRohiDownloadsIMG_0960.JPG   ورپسې د افغانستان پخواني جمهور رئیس، حامد کرزي بنسټ سره د پوهنتونونو، لوړو زده کړو موسساتو او ملي سوادګرو د مرستو او د یاد بنسټ له لارې افغان محصلینو ته د هندوستان، روسیې او چین هېوادونو د سکالرشیپونو او مرستو ستاینه او مننه وکړه.‌ پخواني جمهور رئیس همداراز له ملي سوداګرو وغوښتل څو د هېواد ځوان نسل ته د تحصیلاتو د زمینې د برابرولو لپاره د حامد کرزي بنسټ سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او خپلې مرستې زیاتې کړی.   C:UsersRohiDownloadsIMG_1042.JPG     د دغې غونډې په پای کې د حامد کرزي بنسټ مرستندویه نهادونو او اشخاصو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.