دزړه وينه او مينه

 ازاد شعر
دزړه وينه او مينه
څه عجيبه ژوندون دى
يو څوک ناګهانه راشي
لکه اسماني پرښته
پاس له اسمانه راشي
يوه سپڅلې مينه
دچا دزړه تر تله
د خپلو سترګو په رپ
د خپل ښايست په پنجو
د انګوپه څوکو
دخورو زلفو په تار
په مرمرينو شونډو
دخپل زړګي له وينو
د محبت له رنګه
د وينې څاڅکي توي کړي
مينه زرغون شي هلته
پورته جذبه شي هلته
شور ولوله شي هلته
په زړه کې ساه پيدا شي
زړه په ټوپونو راشي
وينه لمبه شي هلته
لکه دزهرو په شان
بيا غزونې کوي
سکون دمينې په سيند
خوب دخيالونو سره
خوښي د غم سيلۍ شي
ژوندون څپه څپه شي
بې له جانانه خالي
هسې پيکه پيکه شي
اه !څومره دردونه پکې
ټول دې غمونه پکې
د رقيبانو سره
تل دې جنګونه پکې
ستا يارانه کې اشنا
ما قبول کړي هر څه
ستا دوفا په خاطر
داسې ژوندون تېروم
هره لحظه کې ته يې
هره شېبه کې ته يې
زما دسترګو په مخ
هره اينه کې ته يې
ستا د ديدن لپاره
زه د اغزو په څوکو
په نامعلومو لارو
په نا اشنا کوڅو کې
لکه د کلي ملنګ
درسته ورځ ګرځېږم
شم ستا دسترګو نه ځار
چې دې کتلي يو ځل
په زړه زمخي ګر ځېږم
خير يو ځل بيا وګوره
ټپي ټپي ګرځېږم
سوى ستي ګرځيږم
ډېر ارماني ګرځېږم
ربا له تانه غواړم
ته مې اسره شې ربه
چې بل هيڅوک نه لرم
دنيا ظالمه ده ډېر
مينه ګناه ګڼي دوى
وصال د زړه په وينو
نن داليکمه
چې بې له ياره ژوندون
زه تېرولى نه شم
پرته د يار له مخه
بل چاته کتلى نه شم
پاى
د شپې دولس بجې