اوبه چې تر ورخه تېرې شي بېرته نه راګرځي!

څه تکه شنه فضا ده، غنم د ډېر شینوالي له امله توره پړکه کوي، ونې هم تکه شنه ځلا کوي، د کلي نه پورې غرونه هم شنه شنه اوړي، د غرونو په لمنو کې د کوچیانو کیږدی د سرو اوښانو غړمبه، د میږو سپینه رمه، د شپونکي په لاس کې د افغانستان د بیرغ په رنګ جوړه شوي لکړه په ملا پورې یې تړلي ډوډۍ او د اوبو پتاکۍ هم بېل خوند لري.
له هرې خوا څخه تازه تازه هوا سړي ته د نوي هېلو ، ارمانونو او اومیدونو روحیه ور کوي، بزګر هم یوم پر لاس د کلي په جواس کې د زردالو د ونې لاندې ځمکه ښه په مینه یوې او بلې خوا اړوي ترڅو د اوړي د سبزی لپاره یې اماده کړي، بزګر کار ته مټ ور کړئ دېته نه ګوري چې د شنې ونې لاندې ځمکه ښه فصل نه ور کوي او نه سبزی د سیوري لاندې ښه وده او تولید کوي که اوس له ښاره د زراعت ایجینران راشي بزګر ته ووایي چې د ونې لاندې سبزیجات مه کره نو بزګر یې نه مني، ځکه يې نه مني چې اوس یې لاسونه تڼاکې کړل ځان یې ستړی کړو، خوالې یې وبهولې خو بس بزګر به اینجینرانو ته ووایي چې تاسو که رښتیا عامه پوهوی کولو د کار کولو نه مخکې عامه پوهوی کوی ترڅو خلک د تاسو د عامه پوهوي سره سم کار پرمخ بوزي دا متل به هم بزګر لالا په ډېر جرئت تکرار کړي هر کله چې اوبه له ورخه تېرې شي بېرته نه راګرځي.
د افغاني ټولنې ژوند هم همداسې درواخله مونږ د کار نه وروسته عامه پوهوی کوو، د جنګ پر وخت د سولې نارې وهو، د ناروغۍ پر وخت د کلینکونو د رغولو خبرې کوو، د ښوونځی او پوهنتون د شروع کېدو پرمهال د استاذانو او درسي موادو د کمبود ناره پورته کوو .
او د داسې نورو کارونو د اجراکولو لپاره هم د اړتیا پروخت ستونزې ګالو او غوښتنه یې کوو، باید د ستونزې څخه وړاندې خلک او دولت دېته توجه وکړي، چې د ستونزو د حل لپاره لومړی  فرصتونه ایجاد کړي چې د ستونزو او مشکلاتو د حل پر وخت ترې ګټه واخلي.