
د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ګډونوالو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.
د ١٢ هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې تېره ورځ غونډه جوړه شوې وه، خو امريکا په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار کړى و.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددې غونډې ګډونوالو د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د افغانستان د شخړې د هواري لپاره دې له تاوتريخوالي او زور زياتي څخه لاس واخلي او د ملي پخلاينې له پروسې سره دې يو ځاى شي.
سرچينې زياته کړې، د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې راوستو په موخه د کابل او د ټولنيز- سياسي حرکتونو او ګوندونو له هڅو څخه ملاتړ کوي او چمتو دي چې په دې بهير کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وړانديز کړى چې هېواد يې تيار دى، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه توب وکړي.
په ياده غونډه کې د افغانستان ، روسيې، چين، هندوستان، پاکستان، قزاقستان، قرغېزستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان استازو ګډون کړى و. د افغانستان په اړه دا درېيمه غونډه وه چې د مسکو په کوربه توب ترسره کېږي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، له دې غونډې يې موخه داوه چې د افغان سولې لپاره سيمه ييزو هڅو کې همغږي رامنځته کړل شي.
سرچينې زياته کړې، د غونډې ګډونوالو په ازاده توګه خپل نظرونه شريک کړل او په سيمه کې د ترهګرو د خوځښتونو او فعاليتونو زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو د روسيې د هغه وړانديز هرکلى وکړ چې د افغان سولې لپاره يوه پراخ بنسټه تګلاره جوړه شي.
دغه راز ګډونوالو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکړي.