امريكا خپل لسګونه پوځيان سومالیا ته لېږي

د امريکا پوځ په لسګونو پوځيان سوماليا ته لېږي چې د الشباب سخت دريځې ډلې پر وړاندې په مبارزه کې د دغه هېواد ملي پوځ وروزي او اکمال يې کړي.
دا په تېرو شلو کلونو کې د افريقا په ختيځ کې دغه پراته هېواد ته د امريکا د تر ټولو لوى شمېر پوځيانو لېږل ګڼل کېږي.
سي ان ان ټلوېزيون د امريکا د يوه پوځي چارواکي په حواله راپور ورکړ چې ويلي يې دي، په دغه ماموريت کې به د امريکا شا و خوا ۴٠ سرتېري برخه ولري.
په افريقا کې د امريکا د قوماندانۍ يوه وياند چارلېز چوک ريچارډ وويل، دغه پوځيان به د سوماليا د حکومت په غوښتنه د نږدې همغږۍ له مخې دغه هېواد ته لاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې افريقايي ټولنه هم په سوماليا کې سوله ساتى ماموريت پرمخ بيايي.
امريکايي چارواکي وايي، دغه پوځيان به يې له دغو سوله ساتو ځواکونو سره هم همکاري وکړي.