
چين خبردارى ورکړى، چې په کوريا ټاپو وزمه کې ترينگلتيا لوړې کچې ته رسېدلې او ښايي هره شېبه شخړه رامنځته شي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانگ يى له هغې وروسته دا خبرې کولې چې شمالي کوريا ژمنه وکړه چې د امريکا د هرډول تېري ته په ځواب کې به د اټومي وسلو د کارونې په گډون مخ نيونکى گام اوچت کړي.
د شمالي کوريا او د امريکا د احتمالي مخامختيا په تړاو په سيمه کې اندېښنو وروسته له هغه ډېر زور واخيست چې شمالي کوريا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ګوتڅنډنه وکړه که امريکا کوم خطرناک پوځي انتخاب ته لاس واچوي، نو دوى به پرې وار لومړى کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانگ يې وايي حالت دومره تاوجن شوى چې هره شېبه د جگړې د پيلېدا امکان شته.
چين د شمالي کوريا يوازینى ملاتړى دى او اندېښنه لري چې له امريکا سره جگړه به د شمالي کوريا رژيم نسکور او د دغه هېواد پر پولې ستونزې راولاړې کړي.
ښاغلي وانگ، چې په بيجنیگ کې جوړې شوې خبرې ناستې کې غږېده په نامعموله تونده لهجه له امريکا او شمالي کوريا په ټينگه د ترينگلتيا کمولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل"په دې وروستيو کې ترينگلتيا ډېره شوې. يوه اړخ ته امريکا او جنوبي کوريا دي او بل هغه کې شمالي کوريا. داسې محسوسېږي چې جگړه هره شېبه پيلېداى شي. زما په اند دغې وضعیت ته ټولې ډلې بايد ډېره پاملرنه وکړي."
د چين د بهرنيو چارو وزير له دواړو غاړو وغوښتل چې د يوه بل پر وړاندې له پاروونکو کړنو او ويناو دې ډه ډه وکړي، او حالات دې داسې يوۀ پړاو ته نه بيايي چې له کابو ووځي.
د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د ترينگلتيا شته کچه هغه مهال لا پسې لوړه شوه چې امريکايي چارواکو د شمالي کوريا د اټومي وسلو پراخېدا پر شونتيا اندېښنه وښوده او د کوريا ټاپو وزمې ته يې نژدې خپله جنگي بېړۍ ځاى پرځاى کړه.
وروسته د دواړو هېوادونو چارواکو د يوه بل په وړاندې پاروونکې څرگندونې وکړې.