سي آی اې: ویکي لیکس د امریکا ملي امنیت لپاره ګواښ دی

د امریکا اطلاعاتو سازمان یا سي آی اې مشر ویلي دي چې د ویکي لیکس ویبپاڼې ګروپ د یوه استخباراتي سازمان په څیر حرکت کوي او د دښمن د امنیتي دستګاه په څیر خبرې کوي.
مایک پومپيو زیاته کړې چې ویکي لیکس د دیکتاتوري رژیمونو سره هم غاړی دی او د امریکا دولت او سي آی اې به پر وړاندې لازم اقدامات تر سره کړي.
نوموړي ویلي دی چې باید له دې ګروپ څخه د امریکا پر وړاندې د بیان ازادۍ حق واخیستل شي او څرګنده کړې یې ده چې د ویکي لیکس ماموریت د غربي ټولنې د ارزښتونو له مینځه وړل دي.
دا په داسې حال کې ده چې ویکي لیکس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نور په لسګونو زره اسناد چې له افغانستان او عراق سره یې تړاو درلود خپاره کړي دي.