د ترکیې دولت زنداني سیاسي مخالف وايي په اساسي قانون کې اصلاحات د چا په ګټه نه دي

د ترکیې د خلکو دیموکراتیک ګوند مشر صلاح الدین دمیرتاش وايي چې د ترکیې په اساسي قانون کې اصلاحات د هیچا په ګټه نه دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې په ترکیه کې ټاکنې هم فرمایشي او ناعادلانه دي چې د اردوغان یې په خپل نفع کنترولوي.
نوموړي دا خبرې هغې ټولپوښتنې ته په اشاره کې کړي دي چې په اساسي قانون کې د تغیراتو لپاره به تر سره شي او له مخې به یې پارلماني نظام په ریاستي هغه واوړي چې د ولسمشر صلاحیتونه به زیات شي.
نوموړی څه موده مخکې په دې تور ونیول شو چې د کردستان کارګر ګوند پ.ک.ک څخه یې ملاتړ کړی دی، خو ده پرې لګیدلي تورونه رد کړي دي.