
شمالي کوریا یو ځل بیا امریکا او خپلو مخالفینو ته خبرداری ورکړ چې دوی هر ډول جګړې ته اماده دي.
نن دغه هیواد د خپل موسس ولسمشر او د اوسني ولسمشر کم جونګ اون د نیکه ۱۰۵مه کلیزه چې د لمر ورځې په نوم یې یادوي ولمانځله او د لومړي ځل لپاره یې د رسم ګذشت په توګه بالستیک توغندي هم نندارې ته وړاندې کړل.
د شمالي کوریا لوی درستیز ویاند وايي چې د امریکا له خوا د هر ډول برید په صورت کې به د جنوبي کوریا پر پلازمېینه د توغندیو بریدونه وکړي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ولسمشر کور به له مینځه یوسي.
نوموړي ویلي چې د امریکا جنګي کښتۍ به له مینځه یوسي، او په کومه اندازه چې د امریکا کښتۍ دوی ته نیږدې کیږي په هماغه اندازه یې له مینځه وړل ورته اسانه دي.