
د اریران د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د سفر پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.
محمد جواد ظریف چې په مسکو کې د روسیې، ایران او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی دی له سرګي لاوروف سره یې لیدنه او خبرې اترې کړي دي.
ظریف او لاوروف د ایران او روسیې تر مینځ په تر سره شوو هوکړه لیکونو او مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.
له بلې خوا جواد ظریف د سوریې د بشار اسد نظام بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم سره هم لیدنه تر سره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر سوریه د امریکا توغندیزو بریدونو وروسته یادو درې واړو هیوادونو امریکا ته ګوټڅنډنه کړې وه.