د امریکا متحده ایالاتو، يو بل نوی اټومي بم د «نودا» په ايالت کې وازمویلو.
د سکای نيوز د رېپوټ له مخې، د «B61-12» په نوم بم د امريکا د اټومي امنيت او هوايي ځواکونو په مرسته، د «اف ـ ۱۶» ډوله الوتکې په واسطه وازمويلو.
لومړی ځل دی، چې په نودا کې د دې ډول بم داسې آزموينه کيږي، چې د الوتکې په واسطه غورځول کيږي.
د یادونې ده، چې امريکا ځان ته حق ورکوي، چې هر ډول وسلې جوړې کړي او حتی په نورو يې استعمال کړي، خو نور هېوادونو باندې بیا بندیزونه لګول کيږي او ترهګرو هېوادونو په لست کې شامليږي.
وړمه ورځ د ټرمپ حکومت د افغانستان په اچين کې د بمونو د مور په نوم سره تر اټومي بم وروسته زبربم وازمويلو، چې په سيمه کې به یې ناوړه آثار تر ډیره پاتې شي. د افغانستان زیاتره خلک په دې اند دي، چې دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ سره مبارزې په پلمه اوس هر کار کوي او خپلې وسلې هم دلته ازمويي.
وروستي