
د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ، چې د بد اخلاقيو رېپوټونه يې د امريکا د جمهوري ریاست د ټاکنو د سیاليو پر مهال په پراخه ډول په رسنيو کې خپاره شول، اوس د جمهور رييس په توګه هم د ادب له چوکاټ نه ووځي او د ديپلوماسۍ د ژبې پر ځای د کوڅې ژبه کاروي.
وړمه ورځ ټرمپ د فاکس نيوز سره په يوه مرکه، کې د سوريې جمهور رييس بشار اسد ته د «حیوان» خطاب کړی و.
نوموړي همداراز د اپريل په ۱۲ مه نېټه د ناټو د عمومي منشي ستولتنبرګ سره په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې د دې وخت رارسيدلی، چې د سوريې جګړه پای ته ورسيږي او مهاجر يې خپلو کورونو ته ستانه شي.
ټرمپ د سوريې د رژيم په هکله سخته نيوکه کوله او زياته کړه، چې د دغه رژيم مشر بشار اسد يو «قصاب» دی، چې «بايد د ده د حال په هکله فکر وکړل شي.»
د یادونې ده، چې امريکا د دموکراسۍ او بشر حقوقو په پلمه پر ډيرو هېوادونو پوځي يرغل وکړ، چې جوړ رژيمونه او سيستمونه يې ويجاړ او انارشي، جګړه او ترهګري يې په کې راوسته، چې ښه بېلګه يې عراق او ليبیا دي.