د اسراییلو دفاع وزیر ویلي که حسن روحاني ترور شي نو حیران به نشي

د اسراییلو دفاع وزیر چې له یوې اسراییلي رسنۍ سره یې خبرې کولې ویلي دي چې که چیرې په راتلونکو ورځو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ترور شي نو دی به حیران نشي.
اویګدور لیبرمن د حماس غورځنګ عزالدین القسام سرتیرو جګپوړي شخص مازن فقها ترور ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا د فلسطینیانو تر مینځ د داخلي اختلافاتو له امله رامینځ ته شوې ده چې ورته اختلافات په ایران کې هم شته او او که چیرې د مۍ میاشتې ۱۹مې په ټاکنو کې د ایران ولسمشر هم ترور شي نو د حیرانتیا خبره به نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې مقاماتو او د لبنان حزب الله د مازن فقها د ترور پړه پر اسراییلي څارګرې ادارې موساد اچولې ده چې له امله یې څو تنه په غزه کې اعدام شول.