
د عراقي سرچینو له قوله داعش ترهګرې ډلې وروسته له هغه د خپلو ۳۳ تنو جنګیالیو دواړه غوږونه غوڅ کړل چې له جګړې څخه تښتیدلي وو.
پر دوی تور و چې له عراقي ځواکونو سره د جګړې پر مهال یې شاتګ کړی و.
دا کسان تېره میاشت د داعش ډلې له خوا نیول شوي وو چې پرون یې د عراق نینوا ایالت په یوه روغتون کې د یادې ډلې له خوا دواړه غوږونه غوڅ شول.
د یادولو ده چې له دې مخکې به داعش هغه کسانو ته چې له جګړې به تښتیدل د مرګ سزا ورکوله خو اوس داسې ښکاري چې د دې ډلې لیکې د سرتیرو له کمښت سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عراق دولت له خوا د داعش پر وړاندې پوځي عملیات لا هم روان دي.