د روسیې او امریکا بهرنیو چارو وزیران د سوریې په اړه خبرې اترې کوي

د روسیې بهرنیو چارو وازرت اعلان کړه چې د دغه هیواد بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال سره د سوریې پر کړکیچ خبرې کوي.
رکس ټیلرسن د امریکا بهرنیو چارو وزیر تېره شپه مسکو ته رسیدلی دی.
ویل کیږي چې د نوموړي د سفر موخه د امریکا او روسیې تر مینځ د وروستیو ترینګلتیاوو د له مینځه وړلو لپاره خبرې اترې دي.
د ټیلرسن له سفر څخه مخکې کریملین اعلان کړی و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به له نوموړي دیپلومات سره لیدنه تر سره نه کړي بلکه یوازې به د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سطح لیده کاته وشي.