قاضي حسین احمد د امریکاسفیر ته: زه ستاسی ملګری یم ستاسې پر ضد زموږ څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دي

قاضي حسین احمد د امریکاسفیر ته: زه ستاسی ملګری یم ستاسې پر ضد زموږ څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دي، سر مه پرې ګرځوئ.
دوه مخي او فریب ورکولو د پاکستان سیاسي ډګر اشغال کړی. دوی د خلکو ارامولو لپاره هر ډول څرګندونې کوي، خو په حقیقت کې لویدیځو هېوادونو سره هر ډول پټې معاملې ته تیار دي.
په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت سیاسي سلاکار امان الله خان په خپل نوي کتاب ( په نري تار مزل) Tightrope walk کې د جماعت اسلامي ګوند له دوه مخۍ او منافقته پرده پورته کړې. یاد کتاب د امریکا او پاکستان د اړیکو پر ماهیت لیکل شوی.
کتاب زیاتوي، چې د افغانستان له اشغال وروسته په پاکستان کې د امریکا پر ضد د کرکې حساسیت لوړې کچې ته رسېدلی و. د اشغال په همدې تازه شپو ورځو کې د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر قاضي حسین احمد په اسلام اباد کې د امریکا سفیرې نانسي پاول ته ویلي و چې نوموړی د امریکا ملګری او ملاتړی دی او د امریکا پر ضد څرګندونې یې د عامو خلکو ارامولو په موخه دي. امان الله خان وایي چې نانسي پاول سره دا ډول خبرې د پاکستاني سیاسستوالو د منافقت ستره بېلګه ده.
امان الله خان له تېرو درې لسیزو راهېسې په پاکستان کې سیاسي جریانونه څارلي دي، امریکایي سیاستوالو سره د پاکستاني سیاستوالو لیدنو کتنو امان الله خان هڅولی، چې یاد کتاب ولیکي. امان الله خان په تېرو درې لسیزو کې د امریکا دولس سفیرانو سره له نږدې کار کړی او د واشنګټن او اسلام اباد دوه اړخیزو اړیکو یې له ډېرو ناویلو خبر دی.