
د امریکا او شمالي کوریا تر مینځ ګواښونه، غور او فش تر ټولو توندې مرحلې ته رسیدلي دي.
پر سوریه د امریکا له برید وروسته امریکایي جنګي بېړۍ د کوریا ټاپووزمې ته نېږدې شوې چې په مقابل کې یې شمالي کوریا توند غبرګون وښود.
د شمالي کوریا لوړپوړو چارواکو او افسرانو ویلي دي چې دوی د امریکا او شمالي کوریا دښمنانو د هر ډول برید پر وړاندې چمتو دي.
د ترکیې خبري آژانس د خبر له مخې د شمالي کوریا یوه لوړپوړي چارواکي چې په یوه ژوندۍ تلویزیوني خپرونه کې یې خبرې کولې ویلي دي چې که چیرې په جګړه لاس پورې کړي نو د دښمنانو نوم او نښان به د ځمکې له مخ څخه پاک کړي.
نوموړي ویلي دي چې د جګړې د بدو عواقبو ټوله پړه به د امریکا پر غاړه وي.
د دې خبرو په ځواب کې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې شمالي کوریا ځان ته بلا ګوري، که چیرې چین له دوی سره په دې مسئله کې مرسته وکړي خو ښه تر ښه او که نه امریکا به په یواځې ځان د شمالي کوریا ستونزه حل کړي.