
د فرانسې دولت اعلان کړی چې د دغه هیواد پلازمېینې پاریس په مربوطاتو کې یې یو جومات تړلی دی.
د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت یاد جومات او ملا امام یې پر ایدیالوژیکو تبلیغاتو او تندلارۍ ته د خلکو په هڅولو تورن کړي دي.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په هیواد کې د بیړني حالت د قانون په چوکاټ کې یاد جومات تړل شوی دی.
په فرانسه کې د بیړني حالت له اعلان څخه وروسته چې د ۲۰۱۵کال د نوامبر په ۱۳ پيل شو تر شلو ډېر جوماتونه تړل شوي.
فرانسه هغه هیواد دی چې وخت ناوخت پکې اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی کیږي په داسې حال کې چې ځان د دیموکراسۍ او بیان ازادۍ مرکز یادوي.