
د نړیوال کړکیچ ډله چې مرکز یې په بروکسل کې دی ویلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس تر مینځ د مخالفتونو له امله د ملي وحدت حکومت راتلونکی او د افغانستان سیاسي ثبات متزلزل دی.
دغه ډلې یادې ادعاګانې د یوه راپور په ترڅ کې کړي دي او زیاته کړې یې ده چې د دواړو مشرانو تر مینځ شته مخالفتونه هیواد د امنیتي او اقتصادي پلوه له ګواښ سره مخ کوي.
راپور زیاتوي چې یاد مخالفتونه په هغه هوکړه لیک کې د موادو د ابهام له کبله دي چې د امریکې د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري په منځګړتوب لاسلیک شوی و.
خو افغان حکومت یادې ادعاوې بې بنسټه بولي او زیاتوي چې نوموړی راپور یوازې پر ابهاماتو ولاړ دی.