
د همبرګر ابینډبلاټ ورځپاڼې د خبر له مخې د امریکا ولمسشرۍ دفتر هغه وړاندیز د فورسیزن لوکس هوټل له خوا رد شو چې غوښتل یې یاد هوټل به د جي شل هیوادونو د غونډې پر مهال د ډونالډ ټرمپ او ورسره هیئت کوربه توب کوي.
له نوموړي هوټل څخه غوښتنه شوې وه چې د امریکې ولسمشر او هیئت یې د خپل دوه ورځني سفر پر مهال په هلته واوسیږي خو د هوټل ادارې یاده غوښتنه رد کړې ده.
د یادولو ده چې په یاد هوټل کې د امریکې بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کیري هم اوسیدلی دی.