هند کې افغان سفیر وايي پاکستان هند او افغانستان ته ترهګر لیږي

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي د هندوستان آر. اس ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې پاکستان لا هم هند او افغانستان ته ترهګر لیږي.
نوموړي ویلي دي چې پاکستان له ترهګرو څخه د خپل بهرني سیاست په توګه ګټه پورته کوي.
ابدالي څرګنده کړې ده چې تر ترهګرۍ ستره ستونزه له ترهګرو ملاتړي هیوادونه دي چې په دې ډله کې يې پاکستان تر ټولو ښکاره ملاتړی دی او ګاونډیو هیوادونو ته ترهګر استوي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه تر څو پر پاکستان فشارونه زیات کړي چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.