
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه امریکایي بېړۍ له کپتان څخه شخصا مننه وکړه چې پر سوریه یې توغندي ورولي وو.
ټرمپ د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د نوموړي افسر قدرداني وکړه.
د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي دي چې نن په ځایي وخت له غرمې وروسته د امریکې متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یادې کښتۍ کپتان ته زنګ وواهه او پر سوریه د حملې مننه او تبریکي یې ورکړه.