شپږ لکه او پنځوس زره!

څو ورځې وړاندې له چا سره په دوکان کې ناست وم، یو یوځوان دوکان ته راننوت دوکاندار ته یې شپږ لکه روپۍ وشمېرلې.  او دوکاندار ته یې وویل، چې پیسې راته کیږده په خبرو خبرې کې دوکاندار ترې پوښتنه وکړه چې تراکتور د ښه خرڅ کړی(پلورلی) دی، ځکه هر کله چې سړی محتاج شي بیا شیان هغه بیه نه پيدا کوي، چې ته یې هېله لري.
ما هم له ځوان څخه پوښتنه وکړه چې څنګه؟
او ولې د تراکتور وپلورولو؟
ځکه د دوکاندار د محتاجۍ خبره ماته هم جالبه وه او ما هم غوښتل چې د ځوان له محتاجۍ نه ځان خبر کړم.
ځوان په خبرو خبرو کې راته وویل چې د ورور واده مې په نږدې وختونو کې کېدونکی دی، اوس د واده لپاره د ولور حساب ځانته مصرف غواړي سره زر، سپین زر او د میلمانو لپاره ډوډۍ تیارول بېل مصرف غواړي ، د ښځو لپاره د کالیو
اخیستل ځان ته مصرف غواړي.
او داسې نور...
ما ورنه د ولور پوښتنه وکړه، چې ولور یې څومره دی؟ ځوان وویل شپږ لکه پنځوس زره افغانۍ ټاکل شوی دی ځوان ته مې وویل چې ستا د تراکتور پیسې خو ولور هم نه پوره کوي
ځوان وویل کور کې یو موټر لرم هغه هم پلورم ، ځینې خپل خپلوان هم راسره د قرضې زړه ښه کوي او دوست مو هم ښه
سړی دی د سامان پیسې یې غوښتي او نورې پیسې ته د قرض په ډول دریږي فی الحال یې نه غواړي.
د ځوان سره مې نور ډېرې خبرې ونکړې، ځکه د غوسه یې په تندي کې له ورایه ښکارېده.
خو له ځان سره مې وویل رښتیا چې ناوړه رواجونه د یوې کورنۍ اقتصاد له صفر سره برابره وي، په ټولنه کې یې هېڅ مخنیوی نه کیږي، دولت د ناوړه رواجونو په هکله هېڅ د عامه پوهوي طرح نلري، قومونه د ناوړه رواجونو د مخنیوي لپاره هېڅ نه وایې.
تعلیم یافته ځوانان د ناوړو رواجونو د مخنیوي لپاره په داسې طرحو او پلانونو کار نه کوي، چې ټولنه ددې لوی کړاو څخه په امن شي.
ملا د ناوړه دودونو د مخنیوي په هکله له ممبره هېڅ غږ نه  اوباسي.
تبلیغي خو له سره د ناوړه دودونو د ستونزو په هکله درک  نشي کولای ځکه خو یې پدې هکله هېڅ ونه ویل ـ په زیاته اندازه پښتانه زلمي د ناوړه دودونو د کړاو څخه تر پوزې  راغلي، پکارده چې مدني ټولنې، ګوندونه، علماء کرام، قومي مشران او دولتي چارواکي د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي ځکه پښتانه د ناوړه دودونو ډېرې بوږنوونکي او غمجنې کیسې لري. او دا کیسې ورځ تربلې د ډېرېدو په حال کې دي.