
د نیویارک پوسټ خپرونې د خبر له مخې په پلان کې ده چې د امریکاد بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن راتلونکي اونۍ روسیې ته سفر وکړي.
نوموړی به د یاد سفر په جریان کې له روسي مقاماتو سره د سوریې د کړکیچ په اړه خبرې وکړي او داسې اسناد به وړاندې کړي چې وښيي د سوریې په خان شیخون کې کیمیاوي وسلې د سوري اردو له خوا کارول شوي دي کومه چې روسیه ترې کلک ملاتړ کوي.
نوموړی به روسیې وغواړي چې د بشار اسد له ملاتړه لاس واخلي او د کیمیاوي وسلو په له مینځه وړلو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکې او روسیې اړیکې په دې وروستیو کې وروسته له هغې خورا کړکیچنې شوې چې د سوریې په خان شیخون سیمه کې د کیمیاوي وسلو له کارول کیدو وروسته امریکایي سمندري ځواک د مدیترانې له سمندرګي څخه د سوریې پر یوه نظامي هډه لسګونه کروز توموهاک توغوندي وورول.
په خان شیخون سیمه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال له امله ګڼ شمیر ملکي خلک شهیدان شول.