روسیه او ایران: له دې وروسته به پر سوریه باندې د امريکا هر برید ته ځواب ورکړل شي

په سوریه کې د ګډو عملیاتو قوماندانۍ، چې روسیه او ایران هم په کې ګډون لري، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې له دې وروسته به د امريکا هر برید ته ځواب ورکړل شي.
د رويټرز خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، دغه خبرپاڼه تيره ورځ د اپریل په ۹ مه نېټه، د هغه برید په غبرګون کې خپره شوې، چې څو ورځې مخکې د الشعیرات هوايي اډه د امريکايي توغنديو تر برید لاندې راغله.
په خبرپاڼه کې پر دې ټيګار شوی، چې د بشار اسد واکمنۍ به نور هم پياوړي کړل شي او د امريکا هر تجاوز ته به ځواب وويل شي.