د مصر ولسمشر وايي د سوریې بحران دې د سیاسي خبرو اترو له لارې حل شي

د مصر ولمسشر عبدالفتاح السیسي له نړیوالې ټولنې غوښتلي دي چې د سوریې بحران دې د سیاسي مذاکراتو له لارې حل کړل شي.
نوموړي د یوې جامع طرحې غوښتنه کړې ده چې په ترڅ کې یې د سوریې کړکیچ ته د پای ټکی کیښودل شي.
نوموړي چې د دغه هیواد د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې یې خبرې کولې ویلي دي چې باید داسې یوه جامع طرحه جوړه شي چې د بین المللي قوانینو پر اساس او د سوریې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ او د دغه هیواد د دولتي بنسټونو ساتنه پکې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له خوا پر سوریه تر سره شوی برید د سعودي عربستان دولت یو شجاعانه عمل بللی و، او د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د دې کار مبارکې د ټلیفون له لارې ورکړې وه.