
د جمعې په ورځ پولې ته څېرمه د پاړه چنار په ښار کې بمي برید شوی و، چې اوس يې د وژل شوو شمېر۲۲ تنو ته رسیدلی او ۵۰ نور ټپیان ښودل شوي دي.
په پاړه چنار کې د کورمې ايجنسۍ سیاسي استازي اکرام الله خان، رسنيو سره په مرکه کې د قربانیانو د دغه شمېر پخلی کړی دی.
چاودنه د شيعګانو د يوې حسینیه بارګاه په منځ کې د هغه بم په واسطه رامنځته شوې وه، چې مخکې له مخکې هلته ځای پر ځای شوی و.