
د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف، پر سوریه باندې د امريکا تر توغندیز بريد وروسته، له خپل امريکايي سیال سره په تيلفوني خبرو کې وويل، چې دغه برید يوازې د ترهګرو په ګټه دی.
د فرانسې د خبري آژانس د رېپوټ له مخې، لاروف د امريکا د بهرنیو چارو وزیر «رکس ټېلرسن» ته په خبرو کې زیاته کړه، چې پر داسې هېواد باندې برید کول، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کوي، دا د ترهګرو په ګټه ده.
پر سوریه باندې تر بريد وروسته، دا د دواړه وزیرانو لومړنۍ اړيکه ده.
د یادونې وړ ده، چې امريکا د سوريې دولت پر دې تورنوي چې کيمياوي وسلې کاروي او ځان ته دا حق ورکوي، چې ورباندې بريد وکړي، خو پخپله په ډيرو هېوادنو کې ممنوعه وسلې کاروي، چې په توره بوړه کې د دوی د بمبارۍ په وجه لا تر اوسه ماشومان معيوبه نړۍ ته راځي.