
بیا مې اوښکو ګریوان یوړ، ساقي راکړه یو دوه جامه / چې مې هېر یار و اغیار شي، ټول مې ووځي له پامه
له سیالیه یم وتلی، ساقي تا له یم راغلی / دا چې زه شومه ناکامه، درته راغلم له ناکامه
راته پېښه داسې چار ده چې دا چاره مې ناچار ده / چارګر او چاره جوی شه خلاص مې کړه د غم له دامه
ځار شم ځار شم ساقي جانه، او زما د رنځ درمانه / بل څوک نه لرم نړۍ کې، ته مې یې د زړه آرامه
بېلتانه کړمه بې ننګه، د رندۍ کړم ځکه ننګه / له پرهېزه مې ازګار کړه، یمه تېر له ننګ ونامه
وار په وار مې په سر ورځي، لوټې کاڼي دي راپرځي / یو ساعت په آرام نه یم، له ګهیځه تر ماښامه
هجر داسې په ما کړي، خوب آرام یې له ما وړي / زه په بام د بیلتون ناست یم، کوز مې کړه د ویر له بامه
د غمونو سمندر کې لاهو شوی ساقي زه یم / ومې ژغوره له دې حاله، زر راواخله یو دوه ګامه
هر چې زما په شان میخور دی، لکه زه سوی په اور دی/ شمه ځار له هغو سویو، په هر ځای له خاص و عامه
نن مې بیا توبه شوه ماته، هرمې وغورځول شا ته/ یم ملګری د رندانو، شوم رخصت له زوړ امامه