ولسمشر غني او پاکستاني جنرالان

 
ولسمشر غني د هیواد له مخورو کسانو او ځینو سیاسي مشرانو سره د پاکستان سره په اړیکو باندې د خبرو اترو مشورې پيل کړي دي، چې دا ډېره ښه خبره ده، ځکه چې له پاکستانيو جنرالانو سره زموږ هره خبره او پریکړه بايد په خورا هوښیارۍ او احتیاط سره  ترسره شي، پاکستاني جنرالان، د پاکستان له جوړیدو راپه دېخوا زموږ سره له دوه مخي شیطاني، غولوونکي سیاست څخه کار اخلي او افغانستان ته د یو سرخته دښمن په سترګه ګوري، اوس چې پنجابي جنرالان د امریکا او نړیوالو تر بې ساري فشار لاندې راغلي دي، له هر څه لومړۍ اړینه ده چې ولسمشر غني د پاکستانیو جنرالانو صداقت او منافقت په عمل کې وازمایي، له پاکستانيو جنرالانو څخه د غولوونکو تشو خبرو پر ځای هغه غوښتنې وکړي چې د دوی په لاس او وس کې دي، چې په اړه یې هېڅ ډول قانوني یا قانع کوونکی دلیل نه شي وړاندې کولی:
۱ــ که ولسمشر رښتیا هم له لوی افغانستان(بلوڅو او پښتنو) سره مینه لري، له پاکستانيو جنرالانو څخه دې په ټینګه غوښتنه وکړي چې وړاندې له هر ډول خبرو څخه دې، بې له ځنډه د ډیورنډ پر کرښه باندې د اغزنو سیمونو کار ودروي،(چې د پاکستاني پوځیانو دا ډول یو اړخیز عمل د ټولو بین المللي قوانیونو پرخلاف عمل دی.)
۲ــ که ولسمشر له طالبانو سره رښتيني سوله غواړي، له پاکستانیو جنرالانو څخه دې وغواړي چې، ټول هغه طالبان چې په پاکستانیو جیلونو کې بندیان او تر شکنجو لاندې دي افغان حکومت ته وسپاري.
۳ــ ، له پاکستانیو جنرالانو څخه دې وغواړي چې افغان تجارتي توکو ته دې د هند د واګې بندر، له هر ډول مزاحمت پرته، د نړیوالو تجارتي قوانیو سره سم پرانیزي.
۴ــ د افغان مهاجرینو د زورونو او شړلو لړۍ دې ودروي.
که چېرې پاکستانیو جنرالانو پورته غوښتنو ته مثبت ځواب وویلو او عملي ګامونه یې پورته کړل، نو وروسته دې په سوله او نورو مسایلو باندې خبرې پیل شي او که ځواب یې منفي ؤ، نو له ولسمشر غني څخه هیله کوو چې په دې سخت حالت کې د پاکستاني پوځيانو ته (په ناپوهۍ کې) د ژغورنې لار ورنه کړی شي او خپل هیواد لانور هم له تباهیو سره مخ نه کړو، ولسمشر باید اړونده ادارو ته هدایت ورکړي ترڅو ډول، ډول اوپراتیفي تکتيکونه ترسره کړي، چې له امله یې امریکایان او نړیوال وهڅول شي، پاکستان له هر لوري(پوځي، سیاسي، اقتصادي او نورو لارو) څخه وځپل شي.
په درناوي

دا د ډیورنډ ناولي کرښې پر برید باندې د پاکستانیانو د اغزنو تارونو کټاره ده چې په دې وروستیو کې په یو اړخیز ډول کار پرې پيل شوی دی.