۱۰/۲/۱۳۹۶،ل،ل
په نړۍ کې ټول ادیان عبادت ځایونه لري چې په هغو کې په بېلابېلو طریقو باندې دلوی څښتن او نورو خپلو، خپلو معبودانو لمانځنې کیږي، چې په حقیقت کې د ټولو دینونو بنسټ د یوه خدای عبادت دی.(د ډېرو مالوماتو لپاره ولولئ: د علامه سید سلیمان ندوي کتاب، سیرت النبي شپږم ټوک.) لکه چې پوهیږو د ادیانو په عبادت ځایونو کې انسانانو ته د ضرر رسولو کړنې نه تر سره کیږي، نو باید ضرر هم ورته ونه رسول شي، په دې اړه د قرآن حکیم د حج سورت په ۴۰ آیت کې، داسې یادونه شوي ده، چې په پښتو او فارسي ژباړو کې یاد عبادت ځایونه په لږ توپیر سره ژباړل شوي دي، چې موږ د پښتو او فارسي دواړه ژباړې لیکو:
﴿وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾
ژباړه:«که الله خلک یو د بل په وسیله دفع نه کړي، نو خانقاوې، کلیساوې، عبادتخانې او جوماتونه، چې په هغو کې د الله نوم ډېر زیات اخیستل کیږي، ټول به ونړول شي، الله به هرومرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې د هغه مرسته وکړي، الله ډېر زړور او برلاسی دی.»
ترجمه:«اگر خداوند بعضی از مردم را بوسیله بعضی دیگر دفع نکند، دیرها و صومعهها، و معابد یهود و نصارا، و مساجدی که نام خدا در آن بسیار برده میشود، ویران میگردد! و خداوند کسانی را که یاری او کنند (و از آیینش دفاع نمایند) یاری میکند؛ خداوند قوی و شکست ناپذیر است.» (حج: ۴۰)
او د لوی خان، خوشال بابا دا شعر د پورته آیت شریف له محتوا سره سمون لري:
که مسجد ګورې که دېر/ دواړه یو دي نه شته غېر
یو مې بیاموند په هرڅه کې/ چې مې وکړ د زړه سیر
د هر دین ډېری لارویان د یو او بل عبادت ځایونو ته سپک نه ګوري او یو ډول درناوی ورته کوي. د تاریخ په اوږدو کې ډېریو لویو، لویو جګړه مارو یرغلګرو او اسلامې فاتحینو د مختلفو دینونو عبادت ځایونو باندې(تر هغې چې دوی ته زیان نه دی ترې رسیدلی) کوم تېری نه دی کړی او نه یې د معبدونو راهبان یا ساتونکي وژلي دي. د اسلام ستر پېغمبر محمد(ص) د هجرت په اتم کال، هغه مهال چې د موته جګړې ته یې درې زره د مسلمانانو لښکر لېږلو، نو د نورو لارښوونو تر څنګ یې دا امر هم وکړ چې: د عیسویانو پر عبادت ځایونو(صومعه) باندې تېری ونه کړئ. او کله چې د هجرت په شلم کال د حضرت عمر فاروق د خلافت پر مهال د مصر تاریخي ښار د مسلمانانو لخوا ونیول شو، په هېڅ یوه کلیسا او د نورو ادیانو پر معابدو باندې يې تېرې ونه کړ.
په اسلامي ټولنه، په ځانګړي توګه زموږ عام خلک مسجدونه د خدای تعالی کورونه بولي، د زلزلو، توپانونو، او سختو جګړیزو حالاتو په مهال خپل کورنه پرېږدي او مسجدونو ته پناه وړي. مسجدونه خپل ځانګړي اداب او قواعد لري او مسلمانان یې په پوره غور سره پلي کوي، څوک چې ریښتیني مسلمانان وي، مسجدونو ته هېڅ ډول ضرر نه رسوي، بلکه جوړوي یې او په پوره پاملرنې سره یې ساتنه او څارنه کوي، د توبې سورت په ۱۸ آیت شریف کې د دا ډول ویاړلیو کسانو یادونه شوي ده.
مسجدونه د امن او امان ځایونه دي چې جګړې او یو بل ته سپکې سپورې ویل پکې جواز نه لري، څوک چې مسلمان وي په مسجد کې خپل شخصي، سیاسي او یا مذهبي دښمنان نه وژني، که څو دا کار وکړي د تل پاتې بدنامیو سره مخ کیږي او په دواړو نړیو باندې مخ توري دي. د اسلامي سپیڅلي شریعت له مخې له مسلمانانو سره څه، چې له غیر مسلمانو سره(تر هغې پورې چې دوی جګړه نه وي پیل کړي) په مسجد کې جګړه منع ده، بلکه د مسجد په شاواخوا کې د جګړې کول حرام بلل شوي دي، لوی څښتن الله(ج) په دې اړه ښکاره حکم کړی دی، فرمایي:
﴿وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّىٰ يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ ۖ﴾
ژباړه:«او مسجدالحرام ته نږدې چې ترڅو پورې هغوی له تاسو سره نه وي جګړیدلي، تاسې هم ورسره مه جګړېږئ»(بقره: ۱۹۱)
که په مسجد او یا د مسجدونو په شاوخوا کې جګړه وي نو طبیعي ده چې مسلمانان د خدای تعالی له عبادت څخه منع کیږي او هغه چې په مسجدونو کې دننه لمونځ کوونکي وژني او چاودنې کوي، له امله یې مسجدونه ورانیږي رب العالمین دا ډول خلک، لوی ظالمان بولي، په دې نړۍ رسوا او په هغې نړۍ کې د الهی له لوی عذاب سره مخ دي، په دې اړه قرآن کریم په لاندې دوو آیایتونو کې فرمایي:
﴿وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَا ۚ أُولَٰئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ ۚ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾
ژباړه:«له هغه چا څخه به غټ ظالم څوک وي، چې د الله په عبادت ځایونو(مسجدونو) کې د الله نوم اخیستنه منع کوي او د هغو د ورانولو په هڅه کې وي، دغه خلک د دې وړ نه دي چې په دې عبادتځایونو کې قدم کیږدي او که ورشي هم له ویرې سره به ورشي، د هغو لپاره په دنیا کې رسوايي او په آخرت کې لوی عذاب دی.»(بقره: ۱۱۴)
﴿وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ اللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُوا أَوْلِيَاءَهُ ۚ إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلَّا الْمُتَّقُونَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ﴾
ژباړه:«خو اوس به ولې الله ورباندې عذاب نه نازلوي، چې هغوی د مسجد الحرام لاره بندوي، پداسې حال کې چې هغوی د دې مسجد مشروع متولیان ندي، د هغه مشروع متولیان یواځې پرهېزګاران کیدلی شي، خو زیاتره خلک په دې خبره باندې نه پوهيږي.»(انفال: ۳۴)
لمونځ او د جمعې ورځې د لمانځه فضلیت:
﴿أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ ۖ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ﴾
ژباړه:«آيا ته نه وینې؟،هغه ټول مخلوقات چې په آسمانونو او ځمکه کې دي او هغه الوتونکي چې په وزرونو غوړولو سره الوزي، الله په پاکۍ سره ستایي، هر یو د خپل لمانځه او ثنا ستاینې کړنلاره پيژني او دوی ټول چې څه کوي، الله پرې پوهیږي.» (نور:۴۱)
په پورته آیت شریف کې مو ولوستل، هر څه چې په ځمکه او اسمان کې دي د خدای تعالی عبادت په بېلابېلو طریقو باندې ادا کوي او پخپله ښه ورباندې پوهیږي، همدا شان انسانان هم د خدای تعالی عبادت په بېلابېلو طریقو باندې ترسره کوي، خو له ټولو ادیانو څخه ښه عبادت د اسلام په سپیڅلي دین کې، پنځه وخته لمونځ او د جمعې مبارکې ورځې لمونځ دی، چې غیرو مسلمو ته ګران او مؤمنانو ته اسان دي.(سورت بقره:۴۵،آیت) د جمعې لمونځ د ادا کولو په هکله په قرآن کې داسې حکم شوی دی:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَىٰ ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ﴾
«ای مؤمنانو کله چې د جمعې په ورځ د لمانځه غږ(آذان) وشي، نو د الله د ذکر (لمانځه) خواته وځغلئ، او پیرل او پلورل پریږدئ، دا ستاسې لپاره ډېره غوره ده که تاسې پوهېږئ.»(جمعه: ۹)
لمونځ د انسان د مرګ او ژوند سبب کيږي، که یو څوک کافر وي او ډېر عمر یې له مسلمانانو سره په جګړو کې تېر کړی وي او وروسته لمونځ وکړي، د هغه وژل منع دي، د قرآن کریم د توبې سورت په پنځم آیت شریف کې راغلي دی:
﴿فَإِن تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾
ژباړه:«که هغوی توبه وباسي او لمونځ قایم کړي او زکات ورکړي نو خوشي یې کړئ، الله بخښونکی او رحم کوونکی دی.»(توبه: ۵)
د جمعې ورځې او د جمعې لمانځه سپیڅلتیا او برکت(فضلیت) امام محمدبن محمد غزالي(رح) پخپلو کتابونو کمیای سعادت لومړي ټوک او احیاء علوم الدین، لومړي ټوک، پنځم باب کې په دولسو مخونو کې د قرآن کریم او نبوي حدیثو پر بنسټ په ډېر ښه توګه بیان کړي دي.
په مسجدونو باندې بریدونه د تاریخ په رڼا کې:
د اسرائیلو صهیونستي دولت له جوړید راپدېخوا په سیمه کې د مسلمانانو ډېر مسجدونه بمبار شوي دي، د اقصیَ مسجد چې د بیت المقدس په ښار کې د اسرائیلو تر واک لاندې سیمه کې دی، ډېرې وختونه مسلمانانو ته د لمانځه په وخت کې ډول، ډول مزاحمتونه جوړوي، که له اسرائیلو سره دا وېره نه وای چې د اقصیَ مسجد په ورانولو سره به د نړۍ ټول مسلمانان د دوی پر وړاندې راپورته شي، نو، نوموړی مسجد به تر اوسه پورې نه وای پاتې. اسرائیل د مسلمانانو عبادتځایونه او انتحاري بریدونه د خپلو دیني ګروهو پر بنسټ توجیه کوي، داسې چې د اسرایلو په دیني منابعو کې راغلي دې چې د فلسطینیانو یو لوی معبد د دوی د یو ځانمرګي لخوا وران شوی ؤ،د اسرائیلو دغه انتحاري مشر چې اسرائیل یې خپل اتل بولي، د فلسطینیانو لخوا په دواړو سترګو ړوند شوی ؤ او پر هغو فلسطینیانو باندې یې ځانمرګی برید وکړ چې په خپل معبد کې راټول شوي وو، راټول شوي کسان یې له ځان سره یو ځای ووژل. د اسرائیلو په دغه انتحاري مشر باندې د دوی په مذهبي منابعو کې اوږدې خبرې لیکل شوي دي چې له هغې څخه هغه برخې چې پر موضوع پورې تړاؤ لري په لنډو کرښو کې لیکو:«سامسون یې له زندان څخه د معبد د ننه راوست، هغه یې د[معبد] د دوو ستنو(مټو) په منځ کې ودرولو، چې په هغو ستنو باندې د معبد چت ولاړ ؤ، سامسون هغه ماشوم چې د ده لاس یې نیولی ؤ او د ده لارښود ؤ، وویل: زما لاسونه [د معبد] په دواړو ستنو باندې کېږده، غواړم تکیه پرې وکړم. دغه مهال معبد له خلکو ډک ؤ، پنځه تنه د فلسطینیانو مشران، د درو زرو کسانو سره، د سامسون د لیدلو لپاره ناست وو او دی یې مسخره کولو. سامسون خدای ته دعا وکړه، داسې یې وویل: ای خدایه، زما خدایه! یاد مې کړه، یو ځل بیا زما ځواک راکړه، ترڅو د خپلو سترګو غچ، له فلسطینیانو څخه واخلم. هغه وخت سامسون خپل لاسونه په ستنو باندې کېښودل ویې ویل:«پریږده چې له فلسطینیانو سره یو ځای مړ شم.»بیا یې په ټول ځواک سره پر ستنو باندې زور وکړ، د معبد چت د فلسطینیانو پر مشرانو او ټولو هغو کسانو چې هلته ناست وو راولوید.د هغو کسانو شمېر چې ده د خپل مرګ په وخت کې ووژل له هغو کسانو څخه زیات ؤ چې ده د خپل عمر په اوږدو کې وژلي وو.» (لرغونی عهد: د قاضیانو کتاب: ۱۶باب،۲۶تر۳۰)
د اسماعيليانو باطنيه قرمطي فرقې يو مشر، سليمان بن حسن بن بهرام مشهور په ابن طاهر په کال(٣١١،ه) کې پورته شو، نوموړى د قرمطيانو له ټولو مشرانو څخه ډېر بدعمله او(ترهګر) مشر ؤ، ده د حاجيانو پر کاروانونو باندې بريدونه وکړل(٣١٧،ه) او له هغوى څخه يې ډېر ووژل، وروسته له هغې مکې ته ننوتل او په مسجد حرام کې یې هر هغه څوک چې د طواف په حال کې وو تر درو زرو کسانو پورې ووژل،او (۷۰۰) پيغلې جلکۍ يې هم له ځان سره بوتلې، د کعبې شريفې پردې يې وشکولې او هغه يې يووړې، د زمزم کوهي ته يې مړي وروغوځول، حجرالاسود يې له ځانه سره بحرين او له هغه ځايه يې کوفې ته يوړه او وروسته نوموړي تيږه ابي اسحاق ابراهيم بن محمد بن يحيى المزکي نيشاپوري په کال (٣٣٩،ه) کې مکې ته راوړه. د سليمان بن حسن نور ويرونکي کارونه دا وو چې هغه حاجيان چې له مکې څخه خپلو سيمو ته د ستنيدو په حال کې وو، لوټ او تالا کړل او حاجيان يې په ټپي حالت کې په دښتو کې لمر ته وغورځول تر هغې چې مړه شول. (ابومنصورعبدالقاهر بغدادې: تاريخ مذاهب اسلام ، ۲۰۶مخ)
پورته ذکر شوي ترورستي اعمال چې د اسلام په تاريخ کې سارى نه لري لیکوال ښاغلي مانع بن حماد جهني په لږ توپیر سره په دې ډول یاد کړي دي: سلیمان بن حسن په کال(٣١٩،ه) کې پر مکه باندې يرغل وکړ، حاجيان يې ووژل، د زمزم کوهى يې وران او خراب کړ، د کعبې شريفې په کوټه کې يې مړي وغورځول او هغه يې له مړيو ډکه کړه، د کعبې لباس يې وکښلو اوهم يې د بيت الله دروازه وايستله، د حجرالاسود تيږه يې له ځانه سره واخستله او احساء ته يې يوړه او تر شلو کالو پورې ورسره وه. (شناخت اديان و مذاهب معاصر،٤٤٦مخ)
ګوډ تیمور چې ځان يې مسلمان او د قرآن قاري(صاحب القرآن) بللی او د لمانځه ادا کولو لپاره، یې په جګړه یيزو سفرونو کې، د ځان سره يو لوى مسجد ګرځولو، نوموړي که له یوې خوا له ځان سره ګرځنده مسجد ګرځولو خو له بل پلوه یې د مسلمانانو جماعتونه هم وران کړي دي. د تیمور د مسجد په باب د سلطانیې اسقف چې له تیمور سره یو ځای ورسره ؤ، داسې یادونه کوي:«... تيمور بېک داسې سړى دى چې په خپل دين باندې ايمان لري د نړۍ په هره برخه کې چې وي، په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ کوي او يو مسجد لري چې د هغې د لرګيو ټوټې له يو ځاى څخه بل ځاى ته له ځانه سره وړي او په هر ځاى کې چې تم کيږي د مسجد ټوټې سره يوځاى کوي او لمونځ په کې کوي... .»
ګوډ تیمور، دغه لوی ترهګر، د انسانانو وینې څښل او د انسانانو پر وینو باندې غسل کول لوی او سپېڅلی عمل بولي، د انسانانو د وینو له دارو (فوارو) څخه خوند اخلي، د خلکو د غوڅ شویو سرونو څخه مِنارونه جوړوي، له ژوندیو کسانو څخه پوستکي اوباسي، د جګړې زړه بوږنوونکي او ډاروونکي آوازنه، د موسیقۍ له بې ضرره سازونو څخه ښه بولي او خوند ترې اخلي، د شرابو له نشې څخه د جګړې نشه سل ځله خوندوره بولي او هغه څوک چې انسانان نه وژني او د ده په شان ناروا جګړې نه کوي د خدای بنده ګان یې نه بولي او همدغه (صاحب القرآن!)، د مسلمانانو مسجدونه او قرآنونه په بمونو الوزوي.
تيمور د عبادتځایونو په هکله په خپلو خاطراتو کې لیکلي دي چې، د مسجدونو او د نورو اديانو معبدونو ته سپک نه ګوري او ډېر درناوى ورته کوي. دا سمه ده چې نوموړي د نورو ادیانو معبدونه، نه دي وران کړی، خو موږ وینو چې تیمور نه يواځې په مسجدونو کې هغه پناه اخيستونکي خلک وژلي دي، بلکې مسجدونه يې هم له بېخه په باروتو باندې الوزولي او له خاورو سره يې خاورې کړي دي چې طبعاً په مسجدونو کې قرآنونه او د محمد(ص) د احاديثو کتابونه موجود وي، هغه قرآنونه او د احادیثو کتابونه یې هم له مينځه وړي دي، چې نوموړی خپل ځان(صاحب القرآن) بولي، تیمور د مسجدونو د ورانولو په باب پخپله اقرار کوي او وايي:
«د اصفهان په يوه سيمه کې يو لوى مسجد، زما د عسکرو د لارې پر وړاندې ښکاره شو چې په مسجد کې ځينو کسانو ځاى نيولى ؤ او موږ يې په غشيو او تيږو باندې ويشتلو، سره له دې چې زه مسجد ته ډېر درناوى کوم، امر مې وکړ چې د مسجد ديوالونه په باروتو باندې والوزوي تر څو ټول هغه کسان چې موږ په تيږو او غشيو باندې ولي ووژل شي.»(تیمور لنګ:منم تيمورجهانکشا،۱۱۹مخ؛ ټولوونکی، مارسل بریون؛ )
همدا ډول تيمور د اصفهان د جامع مسجد د هغو کسانو د وژنو حال وایي چې په نوموړي مسجد کې یې پناه اخیستي وه:«زما زوى جهانګير... د خپلې لارې په اوږدو کې هغه ټول کورونه چې د سړک پر دواړو خواوو کې ودان وو ورانول او مخ پر وړاندې روان ؤ، تر څو د اصفهان ښار لوى جامع مسجد ته ورسيد، د اصفهان ښار يوه ډله خلک هلته راټول شوي وو او غوښتل يې چې مقاومت وکړي، زما زوى هغوى ټول له تيغه تير کړل.»( تیمور لنګ:منم تيمور جهانکش،۱۲۰مخ)
ګوډ تیمور چې یو متفاوت سړی ؤ، که له یوې خوا یې مسجدونه ورانول، نو له بلې خوا یې مسجدونه او د علماوو کورونه د امن ځایونه هم ټاکل، تر څو مسلمانانو ته وښیي چې د اسلام د ستر پېغمبر(ص) په شان جهاد کوي تیمور وایي: « زما جارچيانو نارې ووهلې هر څوک چې غواړي ژوندى پاتې شي د شيخ حسام الدين سبزه واري کور او د(ميرمسجد) ته دې ولاړ شي، ما د ميرمسجد پناه ځاى اعلان کړ.»
دا ډول د شام په جګړه کې تيمور نظام الدين شامي ته چې له ده سره په لښکرو کې يو ځاى ؤ وويل: « هغه کسان چې د حضرت عمر په مسجد کې يې پناه اخيستي ده زما له خوا ورته ووايه چې دوى دې نه وېريږي او عمر (رض) ته په درناوي سره، چا چې په مسجد کې پناه اخيستي ده له سزا څخه بخښل شوي دي، او لکه چې پوهېږې چې ستا نظام الدين شامي او د عربشاه کورونه هم پناه ځايونه دي او هر څوک چې ستاسو په کورونو کې وي له سزا ګانو څخه خوندي دي ...» (تیمور لنګ:منم تيمور جهان کشاى، ۴۰۳مخ)
عجیبه خو لا دا ده چې تيمور، په شام کې د دمشق ښار د جناياتو او لويو ترورستي ورانيو د تر سره کولو څخه وروسته، د خپلو ترهګریزو کړنو د شکـر ادا کـولو لـپاره د حضرت عـمر(رض) مسجـد ته ورغلو او نوموړی داسې وايي: «د حمل مياشتې په اتمه نيټه د دمشق په ښار کې دومره لوی اور ولګيد چې ښار د رڼا ورځې په شان ښکاره کيده؛ کله چې جګړه پاى ته ورسيدله، نو د حضرت عمر د مسجد، په هغه ځاى کې مې لمونځ وکړ چې حضرت عمر پکې لمونځ اداء کړى ؤ، او له دې امله مې د خداى شکر ادا کړ چې ومې کړاى شول د دمشق ښار ونيولی شم.!»( تیمور لنګ:منم تيمور جهانکشاى،۴۰۲-۴۰۲مخونه)
د لا زیاتو مالوماتو لپاره ولولئ، په روهي ویب پاڼه کېwww.rohi.af ، د محمدانور آڅړ لیکنه: دویم څپرکی؛ شپږمه برخه، د ګوډ تيمور نړیوالې ترهګریزې کړنې؛ (د مسجدونو او ښارونو ورانول)
په ۲۰۰۱،ز کې هغه مهال چې امریکایانو په افغانستان باندې یرغل وکړ، د روژې په مبارکه میاشت، په داسې حال کې چې د خوست د مټه چینې په مسجد کې د نږدې کلي خلک او هغه تښتیدلي عربان او طالبان چې له نورو ولایاتونو څخه راغلي وو د تراویحو په لمانځه ولاړ بمبار شول، مسجد وران او لمونځ کوونکي هم شهیدان شول.
دا ډول په مسجدونو کې ځانځاني(انفرادي) وژنې هم ترسره شوي دي، د ځانځاني مسلمانانو ډېری قاتلین د حسن صباح په مشرۍ باندې د اسماعیلیه ډلې ترهګر وو، چې په اړه یې لنډ مالومات وړاندې کیږي:
اسماعيلي (ترهګرو) د خلکو په مينځ کې دومره لوی وحشت رامنځ ته کړى ؤ، چې ډېرو مشرانو او حاکمانو له خپل ژوند څخه لاسونه مينځلي وو او د هېوادونو لوړپوړو چارواکو د ارامۍ او اسودګۍ احساس نه درلود، که چا به په خوب کې وليدل چې سپی بريد ورباندې کوي، نو د خوب ليدونکى به خپلو خپلوانو له کور څخه بهر نه پريښوده او د ده د وتلو مخه به يې نيوله، ترڅو غونډو او یا نورو ځایونو ته ولاړ نه شي، خو کله به چې د جمعې د لمانځه د اداء کولو لپاره مسجد ته ولاړ نو هلته به ترور شو.
حسن صباح، خپل مذهبي مخالفان لکه، سُني مسلمانان، دولس اماميه شعيه ګان، په سوريه کې مسيحي صليبيان او په مصر کې مستعليه اسماعيليان د خپلو روزل شوو ځوانانو(فدایانو) په واسطه له مينځه وړل، هغه څوک چې د دوى هدف ؤ، نو کله به چې مسجد ته په لاره او یا به په مسجد کې په لمانځه باندې ولاړ ؤ، نو دا د دوى لپاره ډېر ښه مناسب وخت او مناسب ځاى ؤ او په مسجد کې به يې په لمانځه باندې ولاړ ترور کړل... . (جان بې ناس: تاريخ جامع اديان، ٧٧٨مخ)
فخر الملک چې د نومیالي خواجه نظام الملک(چې د حسن صباح د ترهګرو لخوا ترور شوی ؤ) مشر زوى دی او دی هم د پلار په شان د سلجوقیانو په پاچاهۍ کې د وزارت مقام ته رسيدلى ؤ. (ایلیا پالویچ پطروشفسکي:اسلام در ايران،۳۱۷مخ) نوموړي هوډ کړی ؤ، چې د پلار عمر مې د ملحدينو(اسماعیلیانو) د نسل د له مينځه وړلو لپاره لنډ شو، خو زه به د دوى نسل په خراسان کې ورک کړم، فخر الملک په دې لټه کې ؤ، چې په خراسان کې باطني اسماعیلیان له مينځه يوسي، ځکه چې د خراسان حکومت د ده په لاس کې ؤ، شېرزاد قهستاني چې د اسماعیلیانو له مشرانو څخه ؤ، يو تن فدایي(ترهګر) یې د فخر الملک د ترور لپاره وليږه، هغه ترهګر په فخر الملک باندې بريد وکړ، ترهګر يوازې د يوه ګوزار وخت وموند او مخکې له دوهم وار کولو څخه ونیول شو، دا چې بريدګر مخکې له مخکې د ترياکو جوهر خوړلي وو، نو ځاى پر ځاى مړ شو. فخر الملک له هغه ټپ څخه روغ شو خو وروسته له هغې شېرزاد قهستانی په دې هڅه کې شو، چې بايد وروسته له دې څخه خپل سړي وژونکي په زهرو لړلي خنجر باندې سمبال کړي، تر څو په لومړي ځل وهلو سره، وهل شوى تن د زهرو له امله ووژل شي. څه موده وروسته بيا د الموت کلا د واکمنو په حکم يو تن وژونکى د فخر الملک د وژنې لپاره د طوس ښار ته وليږل شو او هلته ترهګر خبر شو چې فخر الملک نيشاپور ته تللى دى ترهګر د نيشاپور ښار ته ولاړ او په کال(٥٠٠، ه) د محرم مياشتې په لسمه نيټه په داسې حال کې چې فخر الملک د ماسپښين په وخت د لمانځه د اداء کولو لپاره د نيشاپور جامع مسجد ته روان ؤ، د فدايي[ترورست] لخوا په زهرو لړلي خنجر باندې ووهل شو، چې دا ځل هم فخر الملک يو ګوزار ووهل شو او ترهګر دوهم ګوزار ته پرې نه ښودل شو او د فخر الملک د ساتونکو لخوا هغه ونيول شو او يې ټوټې ټوټې یې کړ، دا ځل هم فخر الملک ونه وژل شو خو وروسته د يوولسو ورځو د تيريدو څخه د هغه زهرلړلي خنجر له امله یې سا ورکړه او فخر الملک يې په نيشاپور کې خاورو ته وسپارلو. (پل آمر: خداوند الموت، ۷۲۷مخ، ترجمه: دبیح الله منصوري)
شیخ يوسف بن صباغ په نيشاپورکې د نظاميه مدرسې مشر ؤ او د ښار د جامع مسجد امام هم ؤ، د حسن صباح لخوا په دې پلمه چې د اسماعيليانو د يو لوى بلونکي شرف الدين طوسي په وژلو کې یې له حکومت سره مرسته کړي وه، په داسې حال کې ترور کړی شو چې د سهار د لمانځه اداء کولو لپاره مسجد ته روان ؤ.(پورتنی کتاب: ۱۶۱مخ)
یو دیني عالم، آخوند عبدالرحیم، چې د امیرعبدالرحمن خان له وېرې یې د کندهار ښار، د پېغمبر(ص) د خرقې شریفې په ودانۍ کې پناه اخیستي وه، امیر د اسلامي عقیدې او د پښتنو د دود دستور پر خلاف د خپلو ډیرو جنایاتو په لړ کې د نوموړي دیني عالم وژل، پخپل تاریخ(تاج التواریخ کې په دې ډول یادوي: «یو تن د کاکړو ملا، آخوند عبدالرحیم[د علامه حبیبي صاحب نیکه] چې زما په اړه یې د کفر فتوا ورکړي وه او څو تنو نورو ملایانو هم هغه فتوا مُهر کړي وه او دا یې هم ویلي وو چې امیرعبدالرحمن خان د انګریزانو مرستیال (نایب) دی. (۲۳۷مخ)او د کندهار په خرقه شریفه کې یې پناه اخیستي وه، نو حکم مې وکړ چې: داسې ناپاک سپی نه باید په داسې پاک او مقدس ځای کې پاتې شي، او هغه مو له هغه ودانۍ څخه راوایستلو او په خپل لاس مې ووژلو.»(امیرعبدالرحمن خان: تاج التواریخ،۲۳۹مخ)
څو کاله وړاندې زموږ په سیمه د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو تن بدماش د حقوقي دعوې له امله په مسجد کې څو تنه خپل عزیزان په داسې حال کې وویشتل چې په لمانځه باندې ولاړ وو.
مسلمانان په لمونځ کوونکو باندې بریدونه نه کوي، په لمونځ کوونکو مسلمانانو باندې بریدونه د کافرانو کړنې دي، مسلمانان د لمانځه په وخت کې له کفارو څخه ځانونه ساتي، الله تعالی په دې باب پېغمبر(ع) ته داسې هدایات کړي دي:
﴿وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلَاةَ فَلْتَقُمْ طَائِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُوا أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا فَلْيَكُونُوا مِن وَرَائِكُمْ وَلْتَأْتِ طَائِفَةٌ أُخْرَىٰ لَمْ يُصَلُّوا فَلْيُصَلُّوا مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ۗ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَاحِدَة﴾
«ای پیغمبره! کله چې ته د مسلمانانو په منځ کې یې او (د جګړې په حالت کې) له هغوی سره په لمانځه ولاړ یې، نو په کار ده چې له هغو څخه یوه ډله دې ستا سره ودریږي، او وسله یې باید اخیستي وي، بیا چې کله هغوی سجده وکړه نو په وروسته دې ولاړ شي او هغه بله ډله چې تر اوسه یې لمونځ نه دی کړی، را دې شي او ستا سره دې لمونځ وکړي او هغه دې هم تیارسئ او په وسله سمبال اوسي، ځکه چې کافران دې ته څارو دي چې که تاسې له خپلو وسلو او خپلو تجهیزاتو څخه لږ شان غافل شی، نو هغوی به پر تاسو به یرغل وکړی.»(نساء: ۱۰۲)
په کعبه شریفه او مسجدونو باندې بریدونه یوازې څو بېلګې دي چې وړاندې شوې، که یې په اړه یې ژوره څېړنه هم ترسره شي، زه فکر نه کوم چې د اسلام په تاریخ کې د داسې کسانو لخوا چې ځانونه د اسلام ټیکه داران بولي، د شاهین قول اردو په شان دې په دومره لویه کچه باندې لمونځ کوونکي مسلمانان په داسې ظالمانه ډول وژل شوي وي او یا دې دا دومره قرآنونو سوزول شوي وي،(که په کعبه شریفه کې په لوی شمېر مسلمانان وژل شوي وو او اوه سوه ښځې یې له ځان سره بیولي وې، نو هغوي خو مسلمانان نه وو). د شاهین قول اردو او سردارمحمدداود خان پر روغتون باندې تروریستي او غېر اسلامي بریدونو عاملین، که نن ورځ نه پوهیږي د وخت په تېریدو سره به خامخا، په خپلو لویو او نه بخښل کیدونکو ګناهونو باندې پوه شي، تر څو ژوندي وي په دې نړۍ کې به د خپل ضمیر(وجدان) لخوا کړيږي او په اخرت کې به تل ترتله په جهنم کې وي.
﴿وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا﴾ (٤: ٩٣)
ژناړه:«هر هغه څوک چې کوم مؤمن له پوهې او ادراک سره، سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ ده چې په هغه کې به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دی او الله د هغه لپاره لوی عذاب تیار کړی دی.» (نساء: ۹۳)
پای
وروستي