د وزیر محمد اکبر خان په مېنه کې د طالبانو ترهګر برید، خلک  له دین څخه منکر کړل

۱۱/۳/۱۳۹۵،ل،ل
پرون ورځ د وزیرمحمداکبرخان مېنې کې د عدلیې وزارت ته تللی وم، خو کله چې له هغه ځایه د زنبق څلورلارې پر لور د ونو سیوري ته پلی راروان وم، یوه لویه چاودنه ترسره شوه، ځمکه د زلزلې په شان ولړځیده د کورونو او دوکانونو ښیښې ماتې او په ځمکه راولویدلې، په لومړيو لحظو کې مې فکر وکړ چې چاودنه زما په شاوخوا کې وشوه، دیخوا ایخوا مې وکتل خو نږدې د چاودنې نښې نه وې، لږه شیبه وروسته شور جوړ شو، د ښځو او ماشومانو ژړاګانې تر غوږ شوې، له کورونو څخه په سرو وینو لړلي ښځې او ماشومان راووتل، زه په دې فکر کې شوم چې وروسته له چاودنې څخه به اوس نور ځانمرګي په کومه دولتي ودانۍ باندې برید کوي، نو مې هرې خوا ته وکتل ترڅو پوه شم چاودنه چېرته شوي ده، هغه وو چې ما خپلې ښۍ خوا ته له لیرې لوی دود ولید، د وزیر اکبر خان عمومي سړک ته په بیړي سره راووتم، ومې لیدل چې خلک هرې خوا ته په منډو دي او یو شمېر په وینو ککړ کسان د اندراګاندې او وزیراکبرخان روغتونو پر لورې روان دي، یو ټپي لاروی چې لوڅې پښې روان ؤ داسې نارې وهلې:(... ما از این مسلماني تېر او طالب او داعش او بې ناموس...! برپدر تان لعنت کتې ای مسلماني تان، اګر ای رقم مسلماني است هیچ مسلمان نیستیم، هندو استیم کافر استیم، از برای خدا... .)
د زنبق څلور لارې پر لور څوک نه تلل لاره بنده وه، شهيدان او ټپیان په امبولانسونو او موټرو کې روغتونونو ته وړل کیدل، زه هم د صحت عامې څلورلارې پر لور پلی روان شوم، په لاره کې مې ډېرې ځوروونکي شیبې ولیدلې چې د ټولو یادول لازم نه بولم.
کله چې کور ته ورسیدم، یو دوه ساعته وروسته زموږ د کور سره نږدې په مسجد کې اعلان وشو، چې د فلاني مور وفات شوي ده، زه چې ډېر تږی، ستړی او خواشنی وم نو مسجد ته هلکان ورغلل، یو زوی مې په منډه راغلو ویې ویل:«د دغې وفات شوي ښځې یو لمسی د وزیر اکبرخان په چاودنه کې شهید شوی دی، کله چې د خپل لمسي له مرګ څخه خبره شوه ځای پرځای یې زړه ودرید او مړه شوه!» له دې ناوړه خبر سره مې خفګان لاپسې زیات شو چې له امله یې تر ۲۴ساعتونو پورې د لیکلو او لوستلو ځواک او زغم مې له لاسه ورکړی ؤ او هېڅ فکر مې نه شو کولی چې څه ولیکم.
د دغه ناځوانه او وحشي برید په اړه چې څوک هر څه وایي، هغه د دوی خپل نظر دی، که څوک یې د داعش کار بولي یا یې د امریکایانو د سي آی اېعمل بولي او یا هم طالبان انکار کوي، خو حقیقت دا دی چې:(لکه څرنګه چې د ملي امنیت لوی ریاست اعلامیه خپره کړي ده) برید د پنجاب د آی، اس، آید شیطاني ادارې لخوا، د خپلو لاس پوڅو(حقاني ډلې)په مرسته ترسره شوی دی او ورسره د همدغه (دوه سري مار)نااهله او بې کاره حکومت لاس هم په کې دی، داسې چې:
۱ــ د نوموړي برید هدف د بهرنيو هیوادونو دیپلوماتیک مرکزونه وو، خو دا چې ځانمرګی هدف ته ونه رسید او د عامو بې ګناه روژه په خوله مسلمانانو په منځ کې يې چاودنه وکړه، نو طالبانو له برید څخه انکار وکړ، داسې ډېر بریدونه چې خپلې موخې ته نه دې رسیدلي طالبانو انکار ترې کړی دی، هغه خبره چې وایي:(کټوه چې ماته شي د پیریدونکي ده، خو که روغه وي د کلال ده)، که طالبان هرڅو له دغو ناوړو بریدونو څخه منکر هم شي، خلک پوهیږي چې یو من څو چارکه دی، څو ورځې وړاندې د خوست په ولایت کې څومره ډېر بې ګناه خوستوال د طالبانو په انتحاري برید کې ووژل شول او طالبانو په ویاړ سره وویل چې دا برید موږ کړی دی.
۲ــ  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وړاندې د دا ډول بریدونو ګواښ کړی ؤ، چې ښاغلي حکمتیار او ولسمشر غني له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې روژه د عبادتونو میاشت ده، نو د دې مبارکې میاشتې په درانوي دې اوربند وکړي، خو په ځواب کې د طالبانو ویاند وویل چې جهاد هم یو له عبادتونو څخه دی، موږ به د روژې په میاشت کې خپل بریدونه لا پسې زیات کړو!.
۳ــ دغه برید د آی، اس، آیاو حقاني ډلې د پخوانيو بریدونو سره پوره ورته والې لري، چې د دوی ټول ترهګر بریدونه په مسلکي توګه تنظیم او ترسره کیږي، دا ډول لوی او پیچلې بریدونه د پنجابي استخباراتو د شیطاني متفکرینو پرته، د طالبانو یا حقاني ډله نه شي ترسره کولی او په اوس مهال کې د ټرامپ د غلط سیاست له امله چې د ایران پر وړاندې یې غوره کړی دی، د ایران د استخباراتو(واجا)لاس لرل هم شوني دي.
۴ــ د حقاني ډله د بې ګناه خلکو وژل ګناه نه بولي، دوي په دې ګروهه دي چې که یو کافر ووژنې او ورسره بې ګناه مسلمانان ووژل شي هغه جنتي دي،(چې هیڅ ډول شرعي بنسټ نه لري) دا ډول فتوا د جهاد(!) په کلونه کې ما په میرانشاه کې د جلال الدین حقاني له خولې اوریدلي وه.
۵ــ د دوسري مار حکومتي چارواکو په ځانګړي توګه (د بشردوست صاحب په اصطلاح د ع او غ) لاس ځکه په کې دی چې په امنیتي ادارو کې یې د مسلک او اهلیت پر بنسټ څوک نه دې مقرر کړي، د بېلګې په توګه ویلی شو چې د ملي امنیت ریاست په رهبرۍ کې(رئیس او مرستیالان) یې غيرمسلکي کسان دي او هغه چې مسلکي کسان وو، لکه د ملي امنیت پخوانی مشر ښاغلی نبیل یې د پاکستان د پوځ په غوښتنه باندې لیرې کړ. او په امنيتي ادارو کې د اداري فساد له امله که ترهګر وغواړي د بډو په بدل کې هر ځای ته ځان رسولی شي.
اوس به د طالبانو له ویاند ذییح الله مجاهد څخه دا پوښتنه وکړو چې: داسې برید راته په ګوته کړی چې تاسو بې ګناه مسلمانان نه وي په کې وژلي؟ بې له دې چې اشغالګر ووژنئ، ټول زموږ مسلمان هیوادوال وژنئ، ایا تاسو د قرآن حکیم د دغو آیتونو پروړاندې څه ډول ځواب لری؟، چې لومړی د نساء سورت ۹۳ آیت د بې ګناه مسلمانانو د وژلو په اړه دې او دوهم د مایدې سورت ۳۲ آیت د بې ګناه انسانانو د وژلو په تړاؤ دی :
﴿وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا﴾ (٤: ٩٣)
ژباړه:«هر هغه څوک چې کوم مؤمن له پوهې او ادراک سره، سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ ده چې په هغه کې به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دی او الله د هغه لپاره لوی عذاب تیار کړی دی.» (نساء: ۹۳)
﴿أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا﴾                                   
ژباړه: «چا چې يو انسان د وينې له بدلې، يا په ځمکه کې له فساد خورولو پرته، په کوم بل علت وواژه، داسې وګڼه، لکه، هغه، چې، ټول انسانان ووژل او چا چې څوک له مرګ څخه وژغوره، داسې وګڼه لکه چې هغه، ټولو انسانانو ته، ژوند وربخښلى وي.» (د المائدې سورت: ۳۲)
په پای کې تاسو طالبان، داعشیان او امریکایان ټول زموږ د عامو خلکو دښمنانان او قاتلین یاست، تاسې او امریکایان زموږ پر وړاندې په اعمالو کې یو شان کړنې ترسره کوی او په منځ کې مو هېڅ ډول توپیر نه شته، د حساب او کتاب ورځې ته منظر اوسئ.
پای