
سنګاپور ته د ولسمشر محمد اشرف غني په سفر کې له یاد هیواد سره د تخنیکي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د ولسمشر محمد اشرف غني او د سنګاپور د لومړي وزیر لي سین لونګ په حضور کې لاسلیک کړل شو.
ولسمشر غني په یاده غونډه کې خبرې کړي چې په ترڅ کې یې د سنګاپور پرمختګ ستایلی دی او په بنسټیزو برخو کې یې د دغه هیواد مرسته غوښتلې ده.
د سنګاپور لومړي وزیر وعده ورکړه چې یاد هیواد به له افغانستان سره تخنیکي او بنسټیزې مرستې وکړي.