
د جمعې ورځې تر بريد څو ګړۍ وروسته، چې کوم سړی د سویډن پولیسو لخوا ونيول شو، د ازبکستان دی.
د رسنيو د رېپوټونو له مخې نيول شوی کس ۳۹ کلن دی او د ۴ اولادونو سره په سویډن کې ميشت دی.
د رېپوټونو له مخې، دغه کس د داعش له پلويانو دی او په فېسبوک کې يې هم د داعش لپاره تبلیغات کول.
تیره ورځ (جمعه) یو تن د لارۍ موټر په واسطه، پر پليو کسانو برید وکړ ۴ تنه يې ووژل او ۱۲ هم په دې پېښه کې ټپیان شول.