
په ملګرو ملتونو کې د چين دایمي استازي «لیو جیو یی»، د امریکا لخوا د سوريې پر يوه هوايي اډه باندې د تيرې ورځې برید وغندلو او زیاته کړه، چې د سوريې لپاره باید سیاسي حل لاره وموندل شي.
د نوموړي په وینا، چې دغه برید نه د سوريې او نه هم د نړۍ سره کومه مرسته وکړه او برعکس حالات نور هم کړکيچن کوي.
د ده په وینا، چې چين په دې اند دی، چې هيڅ ډول پوځي هڅې د سوريې د کړکيچ په حل کې مرسته نشي کولی او په سوریه کې يې له ټولو ډلو او ښکېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې زر تر زره د وضعیت د خرابیدو مخنیوی وکړي.
ليو دا هم وويل، چې هېواد یې د ديپلوماتيکې لارو پلوي کوي او په دې برخه کې د ملګري ملتونو منځګړیتوب غواړي.