امریکا د سوریې نظامي هډې ویشتلي دي

امریکا وروسته له هغې چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال له امله ګڼ شمیر ملکي وګړي شهیدان شول د سوریې پر یوه نظامي هډه یې د کروز توموهاک ډوله ۶۰ راکټونه ورولي دي.
د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې بشار اسد یو دیکتاتور دی او حتی پر خپلو خلکو هم رحم نه کوي.
له بلې خوا د بشار اسد دولت د هر ډول کیمیاوي وسلو استعمال رد کړی دی.