حماس اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور درې تنه اعدام کړل

په غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ پرون پنجشنبه اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور درې تنه اعدام کړ.
د حماس نظامي محکمې یاد حکم تیره ورځ پر یادو کسانو اسراییلو ته د جاسوسۍ او د فلسطین خلکو ته د خیانت په تور پر یادو کسانو صادر کړ.
د دې تر څنګ حماس په خپره شوي اعلامیه کې ویلي دي چې څوک د اسراییلو لپاره جاسوسي کوي د یوې اونۍ په ترڅ کې باید له دغه کاره لاس واخلي تر څو وبښل شي.
حماس یاد کسان وروسته له هغه اعدام کړل چې د حماس غورځنګ د رهبرانو له ډلې مازن فقها یې له خوا په شهادت ورسول شو.
د غزې خلکو د چهارشنبې په ورځ د مظاهرې په ترڅ کې د غزې له حکومت څخه د یادو کسانو د اعدام غوښتنه وکړه.