
د تحريک طالبان پاکستان (TTP) په نوم ډلې، د پاکستان په لاهور ښار کې د تيرې ورځې د بريد پړه پر غاړه واخيسته.
د پاکستاني رسنیو د رېپوټ له مخې، د یادې ډلې ویاند محمد خراساني ميډیا ته د يو پيغام په ليږلو سره د بريد مسؤلیت منلی دی.
تیره ورځ سهار مهال د لاهور په ښار کې د سرشميرنې پر پلاوي ځانمرګی برید تر سره شو، چې ۷ تنه په کې ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپيان شول.
له دريو اونیو راهیسې په پاکستان کې سرشميرنه پيل شوې او پوځ ۲۰۰ زره کسان د دوی د امنیت د ساتنې په موخه ګمارلي.