امریکا وايي که اړتیا ولیدل شي په یوازې ځان به د بشار اسد پر وړاندې اقدام تر سره کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې وروسته له هغې چې د بشار اسد پر وړاندې د امریکې پریکړه لیک د روسیې او چین د ویټو سره مخ شو په دغه سازمان کې د امریکې سفیرې نیکي هیلي وویل چې که لازمه شوه امریکا به په یوازې ځان د بشار اسد پر وړاندې تصمیم ونیسي.
دا ترینګلتیاوې وروسته له هغې رامینځ ته شوې چې د سوریې ادلب په خان شیخون سیمه کې کیمیاوي وسلې وکارول شوې چې له امله یې د ۳۵ ماشومانو په ګډون ۱۲۰ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۰۰ کسه نور ټپیان شول.
د امریکې سفیرې په روسیه تور پورې کړ چې د بشار اسد څخه ملاتړ یې د نوموړي له جنایتونو سره مرسته ده.
له بلې خوا د سوریې دولت وايي چې په یاده سیمه کې کیمیاوي مواد د دوی له لوري نه دي کارول شوي بلکه دا د غرب یوه توطیه ده.