
د عراق کردستان دولت رییس ویلي دي چې ابوبکر البغدادي له موصل څخه تښتیدلی دی.
فواد حسین ویلي دي چې نوموړی دوه میاشتې پخوا له موصل څخه هغه وخت وتلی دی چې داعش د موصل لویدیځ لوري ته لار پرانیسته.
نوموړي خبر ورکړی دی چې داعش وسله والې ډلې د ۱۷ موټربمونو او ۳۰۰ جنګیالیو په وسیله وکولای شول چې له موصل څخه د دې ډلې مشر ابوبکر بغدادي د وتلو لار پرانیزي.
د یادولو وړ ده چې له دې پخوا هم څو ځله له موصل څخه د داعش وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي د تښتیدلو خبر ورکړل شوی و.