شمالي کوریا د جاپان د اوبو پر لور دا ځل بل بالستیک توغندی ازمویلی

شمالي کوریا چې تل د امریکا او متحدینو تر نیوکو او ګوتڅنډنو لاندې راغلې ده دا ځل یې بیا هم یو بالستیک د منځنۍ کچې توغندی په بریالیتوب ازمویلی دی.
د امریکا پوځ تایید کړې ده چې د شمالي کوریا نوی توغندی د جاپان په سمندرګي کې لویدلی دی.
د جنوبي کوریا پوځي چارواکو خبر ورکړی دی چې یاد توغندی له ۶۰ کیلومتره مزله وروسته په اوبو کې لویدلی دی.
امریکا ویلي دي چې نوموړی توغندی د شمالي امریکا لپاره خطر نشي کیدای.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا مشر کیم جونک اون خبر ورکړی و چې دا هیواد د لویو وچو څخه د تیریدونکي توغندي د ازمایښت په وروستیو پړاوونو کې دی.