
د داعش ډلې په يوه غږيز پيغام کې امريکا ماته شوې او کمزورې بللې او زياته کړې، چې دغه هېواد د يوه احمق لخوا اداره کيږي.
د رويټرز خبري آژانس د رېپوټ له مخې، د داعش ترهګرې ډلې ویاند ابو الحسن المهاجر ويلي: د امريکا د ماتې او له منځه تلو نښې را څرګندې شوي او يو دلیل يې دا دی، چې د دغه هېواد اداره داسې يوه احمق ته سپارل شوې، چې له شام، عراق او اسلام نه خبر نه دی.
ډونالډ ټرمپ په خپله کړنلاره کې دا په ډاګه کړې وه، چې په عراق او سوريه کې به د داعش ډله له منځه وړي، خو رښتیا خبره دا ده، چې په دې برخه کې روسيې له سوریې سره ډيره مرسته وکړه او داعش اوس په سوريه او عراق کې ورو ورو خپل ټغر ټولوي او ځينې په دې اند دي، چې دوی به نړيواله کچه بريدونو ته مخه کړي.