
يو شمېر داسې رېپوټونه شته، چې روسان د پاکستان او حقاني ډلېپه مرسته د وزیرستان له لارې د افغانستان پولي ته راغلي وو او داسې هم ويل کيږي، چېروسان افغان خاورې ته هم ننوتلي دي.
روهي ويبپاڼې ته يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل هويت يې په ډاګه شي ويلي، چې دا ټول کارونه هغه وخت شوي وو کله چې پاکستان پوله بنده کړې وه.
سرچينې زیاتوي، چې پاکستان د پولې بندیدو څخه موخه په وزیرستان کې روسي جنرالانو سره ګډه ګزمه وه او د افغانستان سره پولې پورې رسيدلي وو، چې په دې ګزمه کې ورسره حقاني شبکه هم وه.
د يادونې ده، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون به د افغانستان لپاره ګواښمن وي، ځکه امریکا تر اوسه په دې نه ده توانيدلې، چې د روسيې باور تر لاسه کړي.
نږدې ۱۶ کاله وړاندې، امريکا د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه، پر افغانستان یرغل وکړ، خو په هېواد او نړۍ کې ترهګري کمه نشوه، بلکې زياته شوه.
اوس روسيه هم دا د ځان حق ګڼي، چې د دوی خاورې ته د جګړې د خپريدولو مخه له خپلې پولې او نفوذ ساحې نه بهر سيمه کې ونيسي.