داعش په موصل کې ښځینه نښه ویشتونکي ګومارلي دي

د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې داعش وسله والې ډلې د موصل ښار د ساتنې لپاره ښځینه نښه ویشتونکي ګومارلي دي.
داعش وروسته له هغې یاد تکتیک کاروي چې د دی زیاتره نښه ویشتونکي د امریکايي ځواکونو په هوايي بمباریو کې له مینځه تللي دي.
دغې ډلې د عراق موصل ښار د ساتنې لپاره په حاکمو نقطو کې یادې نښه ویشتونکي ګومارلي دي چې د عراق دولتي ځواکونو پرمختګ یې له خنډ سره مخ کړی دی.
موصل چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ میلادې کال کې له عراقي ځواکونو څخه ونیوه نو په یاده سیمه کې یې خپل خلافت اعلان کړ او د دغه تنظیم د مهمو مرکزونو څخه شمیرل کیږي چې له تېر کال راهیسې یې د عراق پوځ د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي او زیاتره سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلي دي.